Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ په نړیوال پرمختګ کې یې مهمه ونډه لرله، له یوې سختې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو پر عمر د هند په یوه روغتون کې مړ شو.

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

نوموړی د هموفاګوسیټیک لنفوهیسټیوسیټوزیس (HLH) نومې پر یوې مرګونې ناروغۍ اخته و او د روان کال له جنورۍ راپدېخوا د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. که څه هم روغتیا ‌یې د لنډ مهال لپاره ښه شوې وه؛ خو وروسته یې ناروغي بېرته سخته شوه او یو ځل بیا روغتون ته ولېږدول شو.

ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لومړني نسل له مهمو لوبغاړو څخه و. هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ترسره کړه او وروستی ځل په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره ولوبېد.

نوموړي د افغانستان لپاره په ټولیز ډول ۸۰ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ۴۳ او په شل‌آوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

شاپور ځدراڼ درې ځله د شلآاوریز نړیوال جام برخه‌وال و او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د هېواد د لومړي پنځوس‌آوریز نړیوال جام په لوبډله کې ولوبېدو.

د هغه د لوبې له تر ټولو یادګاري شېبو څخه یوه د ۲۰۱۵ نړیوال جام پر مهال د نیوزیلنډ په ډونېډین ښار کې وه، چې افغانستان سکاټلنډ ته پر یوه ویکټه ماتې ورکړه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. شاپور ځدراڼ، چې تر ډېره د توپ‌اچوونکي په توګه پېژندل کېده؛ د هماغې لوبې بریالۍ منډې یې وکړې او د افغانستان تاریخي بریا یې بشپړه کړه.

شاپور ځدراڼ له نړیوال کرکټ څخه له څو کلونو لرې پاتې کېدا وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جنورۍ کې له کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه د خپلې مخه‌ښې په پیغام کې لیکلي وه:« نن هغه ورځ ده، چې هیڅکله مې نه غوښتل ورسره مخ شم؛ خو دا ورځ د هر لوبغاړي په ژوند کې راځي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او له کرکټ سره له مینې وروسته له دې لوبې سره مخه ښه کوي.

ځدراڼ ویلي وه:« کرکټ زما لپاره یوازې یوه لوبه نه‌وه، بلکې زما شوق، هویت او د ژوند موخه وه.» هغه ټینګار کړی و، چې له ماشومتوبه یې هیله وه د افغانستان استازیتوب وکړي او ویاړي، چې د نړۍ په ډګر کې یې د خپل هېواد د بیرغ په رپولو کې ونډه لرلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د تقاعد د اعلان پر مهال شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې له مهمو څېرو څخه بللی و او د دې لوبې په پرمختګ کې یې د هغه ونډه ستایلې وه.

شاپور ځدراڼ د هغو لوبغاړو له ډلې و، چې د افغانستان کرکټ یې له ناپېژندګلوۍ تر نړیوالو سترو سیالیو ورساوه. د هغه چټکه توپ‌اچونه، پیاوړی حضور او د ویکټې له اخیستو وروسته ځانګړې خوشحالۍ به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې تلپاتې پاتې وي.

تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

Published

on

امریکا خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو ډلو ګواښ اوس هم جدي اندېښنه ده او بې‌ثباتي دغو ډلو ته د خپلو فعالیتونو د پراخولو فرصت برابروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

هغې ویلي:« دا ډلې اوس هم له بې‌ثباتۍ ناوړه ګټه اخلي؛ لکه څنګه، چې د ساحل په سیمه کې د القاعدې پرمختګ، پر افریقا د داعش زیات تمرکز او په افغانستان کې د داعش خراسان دوامدار ګواښ ښيي.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې به د بل هیڅ هېواد د امنیت پر ضد د کار اخیستو اجازه ورنه‌کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه

د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

Published

on

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق ویلي، چې له ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) سره یې د پېنځه میلیون ډالرو پر ټولیز ارزښت د بشري مرستو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي، چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق د څرګندونو له مخې، دا مرستې به د بېړنیو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل، د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو او زیانمنو او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مالي مرسته به د اوچا تر مدیریت لاندې د افغانستان بشري صندوق ته دا وړتیا ورکړي، چې بشري کړکېچونو ته په چټکۍ او ډېرې اغېزمنې همغږۍ ځواب ووایي، له همکارو بنسټونو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو د عملیاتو همغږي پیاوړې کړي.

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق زیاته کړې، چې د دغو هوکړه‌لیکونو پر لاسلیک له اوچا سره په ګډو پروژو کې د کویټ ټولې مرستې شاوخوا ۱۶.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

Published

on

د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د چین دایمي استازي چارسمبالي سون لي ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وضعیت اوس هم د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې میشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون، د پولو پورې غاړې د بریدونو لپاره خپلې هڅې او وړتیاوې زیاتې کړې دي.

سون لي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي او په افغانستان کې د ټولو میشتو ترهګرو ډلو، د هغو کسانو او بنسټونو پر ګډون، چې د امنیت شورا د دولس‌سوه اووه‌شپېتم پرېکړه‌لیک د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې باید اجازه ورنه‌کړ شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د ودې او پراختیا پر مرکز بدل شي.

د چین استازي همداراز ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي، چې د ترهګرۍ د رامنځته کېدا لاملونه له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړې؛ چین د افغانستان، منځنۍ آسیا هېوادونو او سیمه‌ییزو بنسټونو او د شانګهای همکاریو ټولنې ترمنځ د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر ضد د ګډې همکارۍ ملاتړ کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد د امنیت پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117