بی بی سی پښتو
کورونا وېروس: د لس زره بندیانو نیمايي هم نه دي خوشي شوي
د هغو جنايی بندیانو له ډلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې باید په تېرو څه باندې دوو اونیو کې د افغانستان له زندانونو خوشي شوي وای، تر دې دمه نژدې نیمايي یې خوشي شوي دي. افغان ولسمشر په وري میاشت کې د ۱۰ زره بندیانو خوشي کولو امر کړی و.
د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره وايي، د دغو ۱۰ زره جنايي بندیانو چې ولسمشر غني یې دوې نیمې اونۍ مخکې د خلاصون امر کړی دی، د بېلولو او چاڼولو چارې لا هم روانې دي او د دوی په وینا اټکل دی چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به یې بهیر بشپړ شي.
تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو که د کرونا وېروس ستونزه جدي پړاو ته ورسېږي نو د ولسمشر په فرمان کې د یادو شویو شرطونو له مخې د زندانیانو خوشې کېدلو بهیر هم باید چټک کړل شي.
د بښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه کړي
کورونا وېروس: حکومت ګڼو ولایتونو کې سلګونه زندانیان خوشي کړل
افغان حکومت د کورونا وېروس له کبله یو شمېر بندیان خوشي کوي
د بښنې نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې په بهیر کې د ښځینه بندیانو خوشې کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی دی او پر دغه ویروس ۱۵ اخته کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره وايي، تر اوسه یې نژدې څلور زره بندیان خوشې کړي دي، چې په هغو کې د بېلابېلو کټګوریو بندیان شته. د دغې ادارې ویاند وحیدالله زاهد وايي:
”مهمه خبره دا ده چې په دقت سره باید کار وشي، چې د ولسمشر فرمان په معنویت سره عملي شي. له دې کبله د دغو چارو تخنیکي اړخونه ښايي یو څه وخت ونیسي، خو دوسیې په دقت څېړل کېږي، چې فرمان په ټول قوت او معنویت سره عملي ش. ”
ښاغلی زاهد وايي دوی هم د بندیانو د خلاصون چارې بهیر ته جدي دي، خو په خبره یې تخنیکي اړخونه یې وخت ته اړتیا لري.
وړاندې تر دې د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر پر پڅوالي اندېښنه ښوولې وه. د ولسمشر د فرمان له مخې ښځې، له ۵۵ کلونو د لوړ عمر لرونکي کسان او ناروغ زندانیان به تر نورو مخکې خوشې کېږي.
-
Latest News5 days agoUS delivers second batch of Afghan Black Hawk helicopters to Peru
-
Latest News4 days agoGermany speeds up admission of Afghans from Pakistan
-
Sport4 days agoIPL 2026 Auction set for Abu Dhabi with $28.6 million purse at stake
-
Business4 days agoAfghan economy posts second year of growth despite deep structural challenges
-
Latest News4 days agoAfghanistan to establish independent oil and gas authority
-
Sport4 days agoATN to broadcast ‘The Best FIFA Football Awards 2025’
-
Latest News4 days agoUS intelligence chief warns of ‘direct threat’ from suspected terrorists inside the country
-
International Sports5 days agoILT20: Jahangir powers Dubai Capitals to nine-run win over Abu Dhabi Knight Riders
